Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په نړۍ کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له نهو میلیونو اوښتی

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له نهو میلیونو اوښتی

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) افغانان د نړۍ د کډوالۍ یوه لویه برخه بللې.

دغه ادارې ویلي، هغه افغانان چې کډوال شوي، نړۍ کې شمېر نهوو میلیونو ته رسېږي. یو این ایچ سی ار وايي درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان خپل هیواد کې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې په وینا پاڼه کې راغلي، دا مهال ۲۹۵ زرو افغانانو د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ناسازه ژوند کوي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر وحیدي احمدي ویلي:” هیواد یې د ۵ میلیونو افغانانو کوربتوب کوي.”

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې سږ کال یې ۹۰ زره افغانان له ایران بېرته افغانستان ته لېږلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...