د روغتیا نړیوال سازمان او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې په نشهیي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره یو ګډ نوښت پیل کړی دی.
نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۷مه) د دغو دوو نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه نوي اقدام موخه په ټولنه کې د نشهيي توکو د استعمال له امله د زیانمنو شویو مېرمنو او د هغوی د ماشومانو ادغام دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی نوښت د نړیوال روغتیایي سازمان او ملګرو ملتونو ګډه هڅه ده چې په نشهيي توکو د روږدتیا په برخه کې د ښځو او ماشومانو درملنه او رواني ملاتړ وکړي.
د ښځو او ماشومانو په دې ملاتړ سربېره ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د ښځو او روغتیا ریاستونو د دې نوښت له لارې په نښه شويو مرکزونو کې د کلیدي روغتیایي کارکونکو د ظرفیت پر لوړوالي هم کار وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ویلي چې د ټولنې پر بنسټ ملاتړي خدمتونه او ګرځنده محافظتي خدمتونه به هم په پام کې ونیول شي ترڅو د پاملرنې دوام ډاډمن شي او د رواني روغتیا او د موادو کارولو اختلالاتو سره تړلې “داغ” کم کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي د چنګاښ په ۶مه ویلي وو چې په افغانستان کې له يو څخه تر دوو ميليونو پورې کسان په نشهيي توکو روږدي دي چې ٣٥ سلنه يې ښځې دي.
بلخوا د ا.ا مسوولینو ویلي چې په هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا پنځه ميليونه تنو ته رسېږي، چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي.