په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان کړی، چې له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه د افغانستان له هغو ښځو سره د همکاريو مرکز جوړوي چې د ناورين له امله اغېزمنې شوي وي.
د نوموړي سازمان د ښځو برخې نن سېشنبه د (لړم په ۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دغه مرکز به د جاپان، ژغورنې نړيوال سازمان او په افغانستان کې د ښځو له ځينو بنسټونو سره په ګډې همکارۍ جوړ شي.
د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، د ښځو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو دې مرکز له لارې به له ۵زره زياتې افغان ښځې همکاري ترلاسه کړي او زياتوي تر ټولو مهمه دا ده، چې د همدې مرکز په وسيله به ياد شمېر ښځې په ټولنه کې د يو ځای کېدو مالوم ځای ولري.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو په خپلو تېرو راپورونو کې ويلي، چې دامهال د افغانستان ښځې د بشري حقونو له پلوه له سخت کړاو سره مخ دي.
دوی پر حکومت غږ کړی، چې بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي او اجازه دې ورکړي چې نجونې او ښځې زدهکړو او کار کولو ته ستنې شي.
بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت بيا تل ټينګار کړی، چې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د شريعت په چوکاټ کې تامين شوي او په دې برخه کې هېڅ د اندېښنې اړتيا نشته.