Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده

ملګرو ملتونو بيا ځلي په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کميشنرۍ مرستيالې کيلي کليمنټس پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د هرات په ګزرې ولسوالۍ کې د ميرمنو د يوه سوداګريز مرکز د پرانيستې پرمهال کړې دي.

نوموړې دې سوداګريز مرکز او په کې د ميرمنو پانګونې ته په پام سره ويلي، چې له لسيزو جګړې او ناامنۍ وروسته هم د افغان ميرمنو روحيه پياوړې ده.

کليمنټس په ټولنه کې د ميرمنو ونډه ستايلې او پر خونديتوب سربېره يې ټينګار کړی، چې د افغان ميرمنو حقونو ته دې جدي پاملرنه وشي.

ملګرو ملتونو واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو سره تل د نجونو او ميرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې له نړۍ سره د ښه تعامل په موخه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ميرمنو د حقونو په برخه کې سنجول شوی او معقول چلند وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...