Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌ځايه کېدونکو کسانو شمېر زياتېدای شي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌ځايه کېدونکو کسانو شمېر زياتېدای شي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌ځايه کېدونو کسانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې ښايي د بې‌ځايه کېدونکو شمېر په راتلونکي کې له اوسني هغه زيات شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا (UNHCR) مشر فيليپو ګراندي تازه له ريوېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د دې احتمال شته چې د جګړې له امله د بې‌ځايه شويو کسانو شمېر خورا زيات شي.

نوموړي زياته کړې چې د ملګرونو ملتونو د ګډوالۍ برخه سر له اوسه په افغانستان کې د ياد احتمالي وضعيت د رامنځته کېدو لپاره خپل چمتوالی نيسي.

ګراندي که څه هم په افغانستان کې د احتمالي وضعيت لپاره د خپلو پلانونو په اړه جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي  يې دي چې دامهال د بې‌ځايه کېدونکو او ګاونډيو هېوادونو ته له پولو څخه د تېرېدونکو کسانو لپاره د اړينو پروګرامونو جوړلو په حال کې دي.

فليپو ګراندي په افغانستان کې د بې‌ځايه کېدونکو کسانو د احتمالي زياتوالي او د بشري ناورين مخنيو په موخه، د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو پر نړيوال جدي ملاتړ ټينګار کړی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ دوام لري، ورسره سم وسله‌والو طالبانو هم په ډېريو ولايتونو کې جګړې ته شدت ورکړی.

د جګړې شدت له امله عامو خلکو ته د زيانونو او مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ، ګڼ شمېر خلک د سر خونديتوب په موخه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...