د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کميشنرۍ يا UNHCR راپور ورکړی چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له لومړيو څخه تر دې مهاله سلګونه زره افغانان په کور دننه بې ځايه شوي دي.
د ياد سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ زېږديز کال له پيل څخه ۷۳۶زره او ۸ سوه افغانان چې ۶۰ سلنه برخه يې ماشومان او ۲۰ سلنه يې ښځې تشکيلوي، په کور دننه بېځايه شوي دي.
ملګرو ملتونو زياته کړې چې په همدې کال کې شاوخوا ۵سوه زره افغانان ايران ته تللي چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو ټول شمېر ۵.۷ ميليونه افغانانو ته رسي او اړينې مرستې يې ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې له سياسي تحوولاتو وروسته له دې هېواد څخه د کډوالۍ سېل هم پورته شو چې په ترڅ کې يې سلګونه زره افغانان د ګاونډيو هېوادونو په شمول امريکا او اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.