Home » افغانستان » ملګري ملتونه: نړۍ کې د کډوالو شمېر سل ميليونه کسانو ته رسيدلی

ملګري ملتونه: نړۍ کې د کډوالو شمېر سل ميليونه کسانو ته رسيدلی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا UNHCR په خپل تازه راپور کې په نړيواله کچه د کډوالۍ هغه شمېرې خپرې کړې، چې د افغانستان او اوکراين په شمول له يو شمېر هېوادونو نورو هغو ته کډوال شوي دي.

په دې راپور کې چې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) خپور شوی راغلي، چې دامهال په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۰۰ ميليونه کسانو ته رسېدلی او د کډوالو دا شمېرې خورا بې مخينې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په وروستيو کې په نړيواله کچه د کډوالو شمېر ۹۰ ميليونه کسان وو؛ خو د افغانستان په شمول په اوکراين، اېتوپيا، بورکينافاسو، ميانمار، نېجيريا او کانګو کې د جګړې او دغه راز د بشري حقونو د نقض له امله کډوالۍ ته د خلکو اړ کيدو، دغه شمېر خورا لوړ او تر سل ميليونه کسانو يې ورساوه.

د يادې ادارې شمېرې ښيي، چې په وروستيو کې د اوکراين جګړې له امله يوازې له دې هېواد څخه ۶ ميليون اوکراينيان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فليپو ګراندي له قوله ويل شوي، د اوکراين جګړې له امله د کډوالۍ سېل ته د نړيوالو ځواب مثبت و؛ خو زياتوي چې په ګڼو هېوادونو کې وضعيت ته په پام سره بشري مرستې د دې جوګه نه شي کېدای، چې د کډوالۍ مخه ډپ کړي.

ګراندي په هغو هېوادونو کې چې عملا جګړه په کې دوام لري، د سولې او ثبات د تحکيم ترڅنګ د بشري حقونو د رعايت غوښتنه هم کړې، څو د نوموړي په خبره له دې زيات عام بې‌ګناه خلک کډوالۍ ته مجبور نه شي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعيت خرابوالي له امله اوس هم ډېری افغانان بهر ته د تګ په هڅه کې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...