ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا بهر ته د طالب چارواکو د سفر پايته رسيدلي معافيت په اړه پرېکړه وکړي.
په نننۍ پرېکړه کې ښايي د طالب چارواکو د سفر معافيت تمديد او يا هم محدود شي. د دې پرېکړه په اړه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د نظر اختلاف موجود دی.
امريکا، برېتانيا او فرانسه چې د دې شورا دايمي غړي دي، غواړي چې د طالب چارواکو د سفر معافیت محدود شي. په دې اړه د امريکا د وړانديز شوې طرحې له مخې به ، د ۱۳ طالب چارواکو پر ځای ۷ تنه وکولی شي چې يوازې قطر ته سفر ورکړي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوه نور دايمي غړي هېوادونه روسيه او چين د دې پرېکړې مخالفت کوي. دوی وايي، چې د طالب چارواکو ته دې پر قطر سربېره روسيې او چين ته هم د سفر کولو معافيت ورکړل شي.
د همدې اختلاف له امله روسيې او چين د امريکا پر وړانديز د غور کولو په موخه د مهلت غوښتنه کړې وه او له همدې کبله په دې اړه پرېکړه نن دوشنبې ته ځنډېدلې وه.
خو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا دې دغه بنديزونه د فشار وسيلې په توګه نه کاروي او اجازه دې ورکړي، چې چارواکي خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.