د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې له پاکستان څخه د ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو له ډلې ۵۷ سلنه یې په زور او ۴۲ سلنه یې په خپله خوښه راستانه شوي دي.
دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ څخه د جولای میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې ۳۶ زره ۳۶۵ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۱۵ زره ۵۶۳ افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شوي او ۲۰ زره ۸۰۲ کډوال په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.
په داوطلبانه او جبري راستنیدونکو کې د استوګنې کارت (POR)، د افغان تابعیت کارت (ACC)، د UNHCR د کډوالو اسناد لرونکي او بې اسناده کډوال شامل دي.
بلخوا پاکستاني حکومت ویلي چې له هغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو د بهیر لومړی پړاو دوام لري او د دغه بهیر د دویم پړاو په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳.۱ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې ۱،۳ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.