Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه له عراق څخه غوښتي چې د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي

ملګري ملتونه له عراق څخه غوښتي چې د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي

د بهرني رسنیو په حواله د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې له عراق هېواد څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د بندیانو له اعدامولول لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې همدا راز له یاد هېواد څخه هیله کړې چې خپل مسولیت درک کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه نه وشوه چې په عراق کې د یادې څانګې پلټنې څخه وروسته معلومه شوه چې په یاد هېواد کې لسګونه کسان د غیر عادلانه محاکمو په لړ کې په اعدام محکوم شوي دي.

د راپورونو پر اساس ملګري ملتونه وايي چې په عراق کې د غیر عادلانه محاکمو په نتیجه کې لسګونه کسان اعدام شوي دي.

د یاد سازمان د بشري حقونو څانګې غړي وايي په عراق کې ۴۰۰۰ زره بندیان د ترهګرۍ پر جرمونو په اعدام محکوم شوي.

راپورونه زیاتوي عراق حکومت تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...