Home » افغانستان » ملګري ملتونه: له زده‌کړو محروميت؛ جينکۍ له تاوتريخوالي او بې‌وزلۍ سره مخ کوي

ملګري ملتونه: له زده‌کړو محروميت؛ جينکۍ له تاوتريخوالي او بې‌وزلۍ سره مخ کوي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو بندښت دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، ټولې افغان نجونې بايد له خپل دې بشري حق برخمندې وي.

دې سازمان تازه په خپل ټوېټر کې نن پنج‌شنبه د (تلې په ۲۸مه) د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي، د نجونو له زده‌کړو څخه انکار له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او کولی شي، چې جينکۍ تاوتريخوالي او بې‌وزلۍ ته ور سوق کړي.

ملګرو ملتونو ادعا کړې، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکي په دې برخه کې له خپلو کړو ژمنو په شا شوي او پيغلې نجونې يې ښوونځيو ته له تګ منعه کړي دي.

د نوموړي سازمان په خبره، د زده‌کړو په برخه کې پر نجونو لګول شوی دغه نامالوم بنديز کولی شي، چې په افغانستان کې د ميليونونه نجونو هيلي او ارمانونه په اوبو لاهو کړي.

ملګرو ملتونو دغاه راز په خپل ټوېټر کې ټينګار کړی، چې له ځنډ پرته بايد له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکو نجونو ته هم اجازه ورکړل شي، څو بېرته ښوونځيو ته ستنې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...