د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مشر فليپوګراندي چې پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) کابل ته د يوه پلاوي په مشرۍ راغلی وايي، له اړمنو افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام ولري.
نوموړي ويلي، افغانستان ته يې سفر په دې موخه دی څو په دې هېواد کې بشري او د کډوالو وضعيت وڅېړي، په اړه يې له اوسنیو چارواکو سره خبرې وکړي او دغه راز د ناسم وضعيت مخنيوي لپاره لازمې حللارې ومومي.
ګراندي د تر لاسه کړو راپورونو پر بنسټ د افغانستان اوسنی بشري وضعيت د اندېښنې وړ ياد کړ او زياته يې کړه چې ملګري ملتونه يې د عادي کولو لپاره مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي د اوکراين کړکېچ او په دې ترڅ کې له هغه هېواد څخه د کډوالۍ پيل شوې څپې ته په اشارې سره وويل، چې د اوکراين کډوالۍ بحران له کبله بايد د افغانستان وضعيت له پام ونه غورځول شي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال اسلاح خروټی وايي، هڅه کوي چې راتلونکی کال له ملګرو ملتونو او اړوند ادارو سره د ګډ کار وکړي. څو په خبره يې کډوال او داخلي بېځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.