Home » افغانستان » ملګري ملتونه: له افغان ميرمنو د ملاتړ په موخه پر طالبانو فشار زياتوو

ملګري ملتونه: له افغان ميرمنو د ملاتړ په موخه پر طالبانو فشار زياتوو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنري وايي، له هڅو او په مکررو غوښتونو سره سره هم نه توانېدلي چې په افغانستان کې د نيول شوو معترضو ميرمنو په اړه ځواب ومومي.

د دې کميشنرۍ وياندې راوينا شمداساني تازه له اينډېپينډينټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، د ملګرو ملتونو عالي کميشنري په افغانستان کې د ميرمنو د ملاتړ او په ځانکړې توګه د نيول شوو معترضو ميرمنو د خلاصون په اړه پر طالبان فشار زياتوي.

نوموړې ويلي، دا کار له دې امله کېږي چې څه د پاسه درېيو اوونيو په تېرېدو سربېره هم، په کابل کې د نيول شوو ۴ تنو ښځينه معترضانو د وضعيت په اړه هېڅ مالومات نشته.

شمداساني يو وار بيا د يادو ميرمنو او د هغوی د کورنيو غړو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دې باب له طالبانو او په ځانګړې توګه د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر له وزارت سره مخامخ اړيکې شوي او ترې په بېړه د يادو ميرمنو د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

اسلامي امارت تر اوسه دا نه ويلي چې يادې ميرمنې د دوی ځواکونو لوري نيول شوي؛ خو تل يې په دې اړه د ځواب موندلو په موخه د څېړنو د دوام خبره کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...