Home » افغانستان » ملګري ملتونه: له افغانستان سره د شوې ۱.۲ ميليارده بشري مرستې يوازې ۱۳۵ ميليونه ډالر يې ترلاسه کړي

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د شوې ۱.۲ ميليارده بشري مرستې يوازې ۱۳۵ ميليونه ډالر يې ترلاسه کړي

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک له واک ته رسېدو سره سم، له دې هېواد سره د ملګرو ملتونو غړيو هېوادونو له لوري د شوې ۱.۲ ميليارد ډالرو بشري مرستې څخه يې، يوازې ۱۳۵ ميليون ډالر ترلاسه کړې دي.

دې سازمان په افغانستان کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او پر مرسته کوونکو هېوادونو يې غږ کړی، څو ژر د خپل لوري اعلان کړې مرستې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته وسپاري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشرې ناتاليا کانم په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اندېښنې ترڅنګ ويلي، د دې احتمال شته چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان قحطۍ له خطر سره مخ شي.

نوموړي له فرانس پرېس اژانس سره په خبرو کې زياته کړې، د ژمي په را نږدې کېدو او د طالبانو لنډمهالي حکومت د تشکيلاتو مبهم څرنګوالی چې ټولې عامه چارې يې ټکنۍ کړې، د دې سبب شوي چې افغانستان د قحطۍ له خطر سره مخ کړي او په خبره يې ارزونې ښيي چې دا قحطي ښايي د افغانستان يو پر درې برخه وګړي اغيزمن کړي.

په ورته وخت کې مېرمن کانم دا هم ويلي، په افغانستان کې د خوړو او روغتيايي توکو د کموالي په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې لا هم پر خپل ځای دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د سره صليب نړيوالې ادارې هم د لوږې، وچکالۍ، داخلي بې‌ځايه کېدو او دغه راز د خراب اقتصادي وضعيت له امله د لسګونه زره افغانانو د بيا ګډوالېدو خبرداری ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...