په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پلازمېنې تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي.
نوموړي ویلي چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۴.۶ میلیارده ډالره مرسته کوي او په خبره یې، اوس یې وخت دی چې دغه ژمنې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حالت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوسمهال تر ۲۸میلیونه ډېر افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.