Home » افغانستان » ملګري ملتونه: طالبان د نجونو ښوونځيو پرانيستو په اړه په يوه خوله نه دي

ملګري ملتونه: طالبان د نجونو ښوونځيو پرانيستو په اړه په يوه خوله نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرالاينز وايي، د ط.البانو له لوري له شپږم ټولګي د نجونو پورته ټولګيو د پرانيستو په اړه هيله‌منده ده؛ خو وايي چې د ط.البانو ترمنځ په دې اړه لازمه همغږي نشته.

نوموړې له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې پرون جمعه د (غويي په ۳۰) ويلي، چې د نجونو ښوونځيو د پرانيستې په تړاو يې د طالبانو له مشرانو سره څو ځله ليدلي دي او دوی په دې اړه ډاډ ورکړی دی.

ميرمن لاينز زياته کړې، د طالبانو ځيني مشران په ښکاره توګه د نجونو ښوونځيو پر پرانيستو باوري دي او په خبره يې دې کار هيله‌مندي زياته کړې ده.

ډيبرا لاينز ويلي، چې د هيله‌مندۍ ترڅنګ د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو ښوونځيو د پرانيستې په برخه کې، لازمه همغږي نشته او لا هم په دې اړه واحد نظر او توافق ته نه دي رسېدلي.

د ښوونيز کال له پيل سره له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او دې کار په پراخه کچه د ولس غبرګونونه له ځان سره لرل.

خلک غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې هر څه ژر د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي او په دې برخه کې دې د ولس ارادې خلاف عمل نه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...