د ملګرو ملتونو ځينو چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی، چې په خواله رسنيو کې پنجشېر ته د منسوبو لاس په لاس کيدونکو ويډيوګانو د څېړلو په اړه يې کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينيټ په خپل ټوېټر کې پرون يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) په دې اړه ليکلي، چې طالبان د خپلو اړوند کسانو د کړنو مسوول دي.
نوموړي زياته کړې، چې د پنجشېر وروستيو وېډيوګانو په اړه څېړنې او هر ډول واقعي تعقيب بايد په واقعي ډول د نړيوالو معيارونو پر بنسټ ترسره شي.
په وروستيو ورځو کې د خواله رسنيو کاروونکو له لوري په يادو رسنيو کې داسې ويډيوګانې لاس په لاس کېدې، چې پنجشېر ته منسوبې وې او په کې يو شمېر نيول شوي اسيران د طالب ځواکونو له لوري په ډزو وژل کېږي.
دغه کار د جنګي او اسلامي اصول خلاف بلل شوی او له حکومت غوښتل شوي چې په دې اړه بېپرې څېړنې وکړي.
دوې ورځې وړاندې ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د يادو ويډيوګانو په اړه څېړنې کوي او که ثابته شوه چې ويډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند دي، نو په دې ويډيوګانو کې دخيل کسان به مجازات کړي.