د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېګاه شپه د (تلې په ۵مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه او په کې د يادې شورا غړيو هېوادونو استازو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه نظرونه وړاندې کړل.
دې غونډې ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما سرپرست مارکوس پوتزل وويل، که طالبان د افغانستان ټولو اقشارو اړتياوو ته ځواب ونه وايي او له نړيوالې ټولنې سره د فرصت په تنګه کړکۍ کې په رغنده توګه ښکېل نه شي، نو د افغانستان د راتلونکې پته به ونه لګېږي.

د نوموړي په خبره ټوټه کېدل، انزوا، بېوزلي او کورنۍ جګړې د افغانستان په اړه هغه احتمالي سناريوګانې دي، چې له دې هېواد څخه د کډوالۍ دوام، دغلته د ترهګرو ډلو لپاره د فعاليت مناسب چاپيريال رامنځته کېدو او دغه راز به د افغانستان د لويې بدبختۍ سبب وګرځي.
پوتزل زياته کړه، چې همدې مسايلو ته په پام سره اړتيا ده څو د طالبانو له حکومت سره خپلې ښکېلتيا ته دوام ورکړي. نوموړی د طالبانو په مشرۍ اوسنی حکومت ټولګډونه نه بولي؛ خو زياتوي چې طالبانو هڅې پيل کړي څو داسې حکومت رامنځته کړي، چې د افغانستان پر ګټو تمرکز وکړي او د نړيوالې ټولنې له لوري د وضعه شوو نورمونو ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو استازي په افغانستان کې د اوسني امنيتي، بشري او اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي وويل، چې په افغانستان کې امنيتي او اقتصادي وضعيت لا پسې په خرابېدو او دغه راز په دې هېواد کې بشري ضرورتونه لا په زياتېدو دي.

د امريکا استازي نيوکه وکړه، چې واک ته د طالبانو له بيا ځلي رسېدو سره د نجونو او ښځو حقونه له پښو لاندې شوي او نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له ۶م ټولګي پورته ښوونځيو ته لاړې شي.
نوموړي په افغانستان کې روان وضعيت ته په اشارې سره ټينګار وکړ، چې امريکا به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به له ټولو بېوزله افغانانو ملاتړ وکړي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنيت شورا دې غونډې ته د هند استازي وويل، هېواد يې چمتوو دی څو په افغانستان کې د بشري اړتياوو پوره کولو په موخه له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي زياته کړه چې هند له افغانستان سره وړاندې هم مرستې کړي او دا مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاريخي دوستۍ او له افغانستان سره د ځانګړو اړيکو پر بنسټ ترسره کېږي.
د چين استازي بيا له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې پر تعامل ټينګار درلود او ويل يې، چې نړيوال دې له طالبانو سره له مخالفت او دغه راز پر ياده ډله د فشار له راوړلو لاس په سر شي؛ ځکه د نوموړي په خبره، د طالبانو پر وړاندې ورته چلند د افغانستان په اړه د يوه ګډ تفاهم پر وړاندې خنډ کېدای شي.

د امنيت شورا دې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ نصير احمد فايق هم ګډون کړی و. نوموړي پر طالبانو د دوی کړنو له امله نيوکې وکړې خو له نړيوالو يې وغوښتل، چې په دې سختو شرايطو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د مخکينۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي هم د ملګرو ملتونو امنيت شورا دې غونډې ته وربلل شوې وه. هغې يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې نړيوال ټولنه بايد د افغانانو وضعيت درک کړي؛ ځکه د نوموړې په خبره، ښځې دامهال په افغانستان کې ځای نه لري او دغه راز يې ټول خلک له راتلونکي بې برخې دي.
کوفي زياته کړې، چې د امنيت شورا غونډې ته له راتګ وړاندې يې له افغانانو سره ليدلي او دوی ترې غوښتي چې ملګرو ملتونو ته يې پيغام ور ورسوي.
نوموړې زياته کړې، افغانان له دې کبله چې نړيوالو د طالبانو له واکمنۍ لاندې د جنسيتي تبعيض په اړه غږ نه دی پورته کړی ناهيلي، وېريدلي او مات شوي دي.