Home » افغانستان » ملګري ملتونه: طالبان به ژر ښوونځي د نجونو پر مخ پرانېزي

ملګري ملتونه: طالبان به ژر ښوونځي د نجونو پر مخ پرانېزي

ملګري ملتونه وايي، له طالبانو سره يې د نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې کړي او ورته واضېح کړې يې ده چې دغه سازمان د نجونو د زده‌کړو په بهير کې د ځنډ ختمولو ته په تمه نه شي پاتې کېدای.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې يا  UNICEF اجرائيوي مرستيال عمر عبدي د تېرې جمعې په ورځ د (تلې په ۲۳مه) ويلي، طالب چارواکو د نجونو پر مخ د ښوونځيو د بيا پرانيستو په موخه د يوې طرحې له بشپړېدو ورته ويلي او ډاډ يې ورکړی چې په نږدې راتلونکي به د لېسې دورې نجونې هم وکولی شي ښوونځيو ته لاړې شي.

نوموړي زياته کړې، تېره اوونۍ يې افغانستان ته د سفر پرمهال له طالب چارواکو سره په هره غونډه کې، د نجونو د زده‌کړو موضوع اول راپورته کړې او په دې اړه يې له طالب لوري د مثبت او جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

د عبدي په خبره دا مهال طالبانو يوازې په ۵ ولايتونو کې د لېسې دورې نجونو ته اجازه ورکړې څو ښوونځيو ته لاړې.   نوموړي تمه ښودلې چې طالبان به هر څه ژر په ټولو ولايتونو کې نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته په ښوونځيو کې زده‌کړې پيل کړي.

 دامهال ميليونونه نجونې په دې تمه دي چې د طالبانو له لوري ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه کړي. عام افغانان نيوکه کوي چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې هېڅ جدي خنډ شتون نه لري او اړتيا ده چې طالبان ژر تر ژره نجونو ته په ښوونځيو او پوهنتونو کې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...