Home » افغانستان » ملګري ملتونه: روغتيايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسي هڅې دوام لري

ملګري ملتونه: روغتيايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسي هڅې دوام لري

ملګري ملتونه وايي، روغتيايي دوامداره خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي يقيني کولو هڅې يې دوام لري او زياتوي چې دافغانستان په لرې پرتو سيمو کې ياد هدف ته د رسېدو په موخه يې ګرځنده ډلې هم ګمارلي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صند يا (UNFPA) په دې اړه تازه خپل ټوېټر کې ليکلي، د دې هڅو په ترڅ کې يې لسګونه زره هغه افغان ميرمنې او نجونې چې روغتيايي خدمتونو ته يې لاسرسی کم و، تر پوښښ لاندې راوستي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق برخې زياته کړې، چې تر دې مهال څه باندې ۳۶زره کسان د يادو هڅو په ترڅ کې له خدمتونو برخمند شوي او په خبره يې د دغه شمېر زياتوالي په موخه هڅې لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د وروستيو سياسي تحوولاتو په ترڅ کې د بشري ناورين رامنځته کېدو له امله، زيات خلک له روغتيايي ستونزو سره هم مخ شول ان دا چې په لرې پرتو سيمو کې د نوي حکومت له لوري د روغتيايي خدمتونو په کمېدو سره، يادو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...