د ملګرو ملتونو او نړيوالو نادولتي موسسو ګډ پلاوی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت د ارزونې په موخه څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی وايي، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې هم له يوه سخت بشري وضعيت سره مخ دی.
د لوړپوړو بشرپالو متخصصانو دغه ډله په خپل راپور کې چې نن شنبه د (کب په ۷مه) يې خپور کړی وايي، دا مهال په افغانستان کې ۲۳ ميليونه خلک له شديدې لوږې سره مخ دي او له ډلې يې ۹ ميليونه کسان بيا د لوږې په بېړني حالت کې دي.
دې ډلې په خپل راپور کې اټکل کړی، چې د لوږې دې کچې ته په پام سره ښايي په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې له ۵ کلنۍ د کم عمره ماشومانو له نيمايي زيات هغه يې له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپور له مخې، د ژغورنې له بېړنيو بشري مرستو پرته ښايي له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو له نيمايي شمېر څخه ښايي ۵ ميليونه هغه په شديده خوار ځواکۍ اخته شي، چې له ډلې به يې يو ميليونه ډېره جدي خواځواکي ولري او د راپور له مخې، که مرستې ونه شي نو له همدې کبله به له۱۳۰ زرو ډېر ماشومان مړه شي.
د لوړپوړو بشرپالو متخصصانو د ډلې په راپور کې ويل شوي، له ۲۰۱۲ زېږديز کال را په دېخوا په افغانستان کې ميليونونه خلک له خپلو مېنو بې ځايه شوي چې د ژمي په سختو ورځو کې روغتيايي خدمتونو، پاکو اوبو او د تشناب اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
په راپور کې خلکو ته د کرکيلي زمينې برابرول په خپلو سيمو کې د خلکو پاتې کېدو او د قحطۍ له منځه وړلو لپاره عمده لار په ګوته شوې او ټينګار شوی، چې د دې کار لپاره په مناسب وخت کې د خوراکي توکو او کرنيزو مرستو وړاندې کولو لپاره يوه ترکيب ته اړتيا ده.