Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان بشري اړتياوې ورځ تر بلې ډېرېږي

ملګري ملتونه: د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان بشري اړتياوې ورځ تر بلې ډېرېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې اداره يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د بې ځايه شويو کورنيو وضعيت ته په پام سره داسې ښکاري چې د ژمي په را رسېدو سره بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي.

دې ادارې تازه په يوه ټوېټ کې ويلي چې د بشري مرستو د رسولو په موخه يې، ۱۴زره دا خلي بې ځايه شويو کورنيو ته يې سولرونه وېشلي دي.

يونيسيار ويلي چې دا سولرې يې په دې موخه پر خلکو وېشلي، څو د ژمې په يخه هوا کې پرې خپل کورنه رڼا او ګرم کړي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو ويلي و چې د موندنو له مخې يې، دامهال په افغانستان کې ۵۵ سلنه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او تر هر څه وړاندې خوراکي توکو ته اړتيا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...