Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: د غزې ۸۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي

ملګري ملتونه: د غزې ۸۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشرې ویلي په غزې کې د اسراییل – حماس تر جګړې وروسته په دې تړانګې کې ۱.۹ ملیون وګړي بې ځایه شوي چې د دې تړانګې د ټولو وګړو ۸۰ سلنه کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې سیګریډ کاګ سه شنبه (د چنګاښ ۱۲مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې د غزې په جنوب خان یونس ښارګوتي کې خلکو ته د وتلو لپاره د اسراییل امر په هکله ژوره اندېښنه لري.

مېرمن کاګ زیاته کړه: “څه باندې یو میلیون وګړي به یو ځل بیا بې ځایه شي چې سرپناوو او خوندیتوب ته سخته اړتیا لري.”

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د اسراییلي پوځ دغه فرمان د خان یونس او رفحې تر ۲۵۰زره غیرنظامیان اغېزمنوي دا دواړه سیمې په ټوله کې۲.۴میلیون نفوس لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشرې همدارنګه وویل: “په غزه کې جګړې نه یوازې دا چې تر ټولو جامع بشري ناورین رامنځته کړی، انساني بدمرغۍ یې هم زیږولې دي.”

اغلې کاګ زیاته کړې چې د غزې د جګړه ځپلو لپاره کافي ډوډۍ نه چمتو کېږي او ټینکاری یې کړی چې د انساني ناورین د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره د نویو لارو خلاصول په ځانکړې توګه د غزې د جنوبي برخې خلاصون یو اړین امر دی.

هغې په ځانکړې توګه د رفح لارې د غزې او مصر تر منځ سیمي د بیا خلاصون غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې بشري مرستې ډېرې کړي.
1m

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...