Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: د غزې تر اتیا سلنه زیات خلک بېځایه شوي

ملګري ملتونه: د غزې تر اتیا سلنه زیات خلک بېځایه شوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې اسراییلو په خپلو بریدونو سره د غزې تړانګې شاوخوا ۸۴ سلنه اوسېدونکي بېځایه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، فرحان حق د دوشنبې په ماښام (د زمري ۲۲) ویلي چې په غزه کې د اسراییلي رژیم پرله پسې بمبارۍ او جنایتونه د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې او بېځایه کېدو سبب ګرځي.

دغه سازمان د غزې د پرېښودلو په تړاو د اسراییلي پوځ فرمانونو ته په اشارې ویلي چې د اسراییلو په دې فرمانونو سره د غزې تړانګې څه باندې ۸۴ سلنه سیمې په محاصره کې شاملې دي.

ویل کېږي چې په غزه کې د قربانیانو شمېر او وضعیت د خرابېدو په حال کې دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د الجزایر په غوښتنه د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیلیدو وروسته د ۲۴م ځل لپاره غونډه کوي.

د غزې په شمال کې پر التابعین مدرسې د شنبې ورځې د اسراییلو هغه برید له سختو نړیوالو غبرګونو سره مخ شوی چې په پایله کې یې له سلو ډېر کسان ووژل شول.

د ویلو ده چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو او ټپیانو شمېر له ۱۴۰ زرو تنو څخه اوښتی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...