Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د ط.البانو او ا.لقاعده ترمنځ اړيکي لا پياوړې شوي

ملګري ملتونه: د ط.البانو او ا.لقاعده ترمنځ اړيکي لا پياوړې شوي

ملګرو ملتونو د تېرې سي‌شنبې په ورځ د (چنګاښ په ۲۸مه) په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د ط.البانو له رسېدو سره د القاعده شبکې او ط.البانو ترمنځ اړيکي د پخوا په پرتله نورې هم پياوړې شوي دي.

په راپور کې ويل شوي، چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري ژوندی دی او واک ته د طالبانو له رسېدو سره ډېر هوسا شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي، چې دا مهال د القاعده شبکې يو شمېر جنګيالي د افغانستان په ختيځ او سويلي ولايتونو کې حضور لري او د نوموړي سازمان په خبره په دې سيمو کې د القاعده جنګياليو موجوديت د تاريخي مخينې له مخې دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د ځينو غړو هېوادونو د مالوماتو پر بنسټ ويل شوي، چې القاعده خپل يو شمېر مهم غړي فراه او هرات ته لېږدولي دي او په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان په شمال کې هم د مرکز په جوړولو سره نوي وسله‌وال جذب او متعددې سرچينې ځان ته پيدا کړي.

ملګرو ملتونو په خپل دې راپور کې ويلي، چې القاعده شبکه اوس په ښه موقيف کې ده او حتا د نړۍ د ترهګرو ډلو پر ګواښوونکې ډلې بدله شوې ده.

د راپور له مخې، دا شبکه په اوس کې ځکه پر نورو هېوادونو بريد ته زړه نه ښه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو تازه واکمني تر پوښتنې لاندې را نه شي.

خو د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو دې راپور په اړه مشال راډيو ته پرون چهارشنبه په افغانستان کې د القاعده شبکې د جنګياليو او ورسره د طالبانو د اړيکو لرلو موضوع رد کړې ده.

نوموړي ويلي، حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعاليت وکړي او له خاورې په ګټنې يې پر نورو هېوادونو بريد وکړي.

ايمن الظواهري په ۲۰۱۱ زېږديز کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشر شو. په وروستيو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شول ګواکې نوموړی مړی شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...