Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د طالبانو يو کلنه واکمني د بشري حقونو له نقض ډکه ده

ملګري ملتونه: د طالبانو يو کلنه واکمني د بشري حقونو له نقض ډکه ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې په دې هېواد کې د بشري حقونو نقض په بې‌سارې توګه دوام لري.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينيټ د خپل يو کلن ماموريت راپور پرون د نوموړي سازمان د بشري حقونو عالي شورا ته وړاندې کړ. په دې راپور کې ويل شوي، چې له شاوخوا يوه کال راهيسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت لا پسې خراب شوی دی.

نوموړي زياته کړې، افغانان په يوه داسې بشري ناورين کې اېسار دي، چې نړۍ يې په مهارولو کې تر دې مهال پاتې راغلې ده.

بينيټ په خپله راپور کې اشاره کړې:

«د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ بندیز د یو استبدادي حاکمیت څرګندويي کوي. دا بحران د دې شورا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.»

د بينيټ له لوري په ترتيب شوي راپور کې ويل شوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري له ښځو داسې ناسم چلند کې کېږي چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه دی شوی.

نوموړي ټينګار کړی، طالبان بايد په افغانستان کې د وضعيت سمولو په موخه نړيوالو او په خپله افغانانو ته ورکړې ژمنې عملي کړي او په خبره يې نړۍ هم بايد د افغانانو پر وړاندې خپل مسووليت ادا کړي. څو د بينيټ په وينا په افغانستان کې وضعيت له دې نور بدتر نه شي.

د نوموړي د دې راپور په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت هم غبرګون ښودلی او د بشري حقونو په تړاو يې د ريچارډ بينيټ راپور بې اساسه بللی دی.

د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې په راپور کې د تېر يوه کال پرمهال پر شوو پرمختګونو سترګې پټې شوي او يو شمېر محدودو مواردو ته په کې د ناسمو مالوماتو پر بنسټ اشاره شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...