د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې نړیوالو سازمانونو له ۱۲٫۱ میلیونو افغانانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې کړې دي.
دا احصایه د اوچا لخوا نن (دوشنبه، د وږي ۱۲مه) په اېکس پاڼه کې خپره شوې ده.
د اوچا د راپور له مخې، دا مرستې د افغانستان خلکو ته د څه باندې سلو مرستندویه موسسو لخوا په پیچلو عملیاتي شرایطو کې چمتو شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له شته ننګونو سره سره، مرستندویه کارکوونکو د مرستو لېږلو ته دوام ورکړی او د جنورۍ او جون تر منځ ۱۲،۱ میلیونه کسانو له دې مرستو څخه ګټه اخیستې ده.
دغه سازمان د بودیجې د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې او اعلان یې کړی، چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۳٫۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې تر اوسه له دې پیسو یوازې ۷۳۵ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي.
اوچا دا هم ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ٢٣،٧ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري، خو ملګري ملتونه او ملګري يې يوازې ١٧،٣ ميليونه اړمنو کسانو ته رسېدنه کولای شي.