Home » افغانستان » ملګري ملتونه د درېيو مياشتو په جريان کې ۲۰ ميليونه ډالر افغانستان ته لېږدوي

ملګري ملتونه د درېيو مياشتو په جريان کې ۲۰ ميليونه ډالر افغانستان ته لېږدوي

ټاکل شوې چې د راتلونکې مارچ مياشتې تر وروستيو پوري ملګري ملتونه افغانستان ته ۲۰ ميليونه ډالر په نغدي توګه ولېږدوي.

۸صبح ورځپاڼې د سرچينو په حواله ويلي، دغه پيسې به په مالوم مقدار سره په قسطوار ډول هره اوونۍ افغانستان ته لېږدول کېږي چې د افغانستان نړيوال بانک يا AIB به يې د لېږد مسووليت ولري.

سرچينو ويلي، په يادو نغدي پيسو به اړمنو خلکو ته په افغانستان کې د دننه توکې وپېرل شي او په دې توګه به بازار ته د ډالرو اضافي مقدار عرضه شوی وي.

سرچينو ويلي چې ملګري ملتونه دا کار په دې موخه کوي چې خلکو ته د توکو رسولو ترڅنګ، د پيسو جريان ته د ډالرو مقدار ور زيات کړي او په دې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت پخواني حالت ته ستون کړي.

سرچينو ۸صبح ته زياته کړې چې ممکن د ملګرو ملتونو له لوري ورته نغدي مرسته له مارچ وروسته هم دوام پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) يو ډالر د ۱۱۰ افغانيو په بدل کې وپلورل شو. له دې سره عام خلک اندېښمن شول چې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت زياتوالی د توکو پر بيو اغېز کوي او ښايي ګڼ شمېر خلکو نور هم له لوږې سره مخ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...