Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له امله له اړمنو افغانانو سره مرستې نه شو کولی

ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له امله له اړمنو افغانانو سره مرستې نه شو کولی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي له امله دغه پروګرام د ۱۲ میلیون اړمنو افغانانو څخه یوازې یو میلیون کسانو سره مرسته کولی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د (سه شنبې، تلې ۱۷مه) اېکس پاڼه په یو راپور کې ویلي چې د دغو ۱۱ میلیون کسانو سربېره به له دې وروسته په افغانستان کې ۱.۴ میلیون میندې او ماشومان د دغه پروګرام له خوا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم ترلاسه نشي کړی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي: “د بودیجې د کمښت له امله خوړو نړیوال پروګرام یوازې یو میلیون اړمنو کسانو سره مرسته کولی شي، خو ۱۱ میلیونه اړمن کسان له مرستو بې برخې پاتې کېږي. سربېره پر دې ۱.۴ میلیون میندې او ماشومان هم له دې وروسته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړې شوي خواړه نه شي ترلاسه کولای.”

بلخواد خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دغه پروګرام په بېړني حالاتو کې د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره اړمنو کسانو ته خواړه او نغدې پیسې برابروي. خو زیاته کړې یې ده چې د لوږې له منځه وړلو لپاره په کار دي چې پر خلکو باندې پانګونه وشي ترڅو هغوی پر خپلو پښو ودرېږي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي او د هرو څلورو کسانو څخه یو یې په دې نه پوهېږي چې د بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه برابروي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...