ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري له دولتي تشکيلاتو څخه د ځينو اداري واحدونو لغوه کول ناسمه پرېکړه بللې او زياته کړې يې ده، چې دا ډول پرېکړې د افغانستان درد نه شي دوا کولی.
د افغانستان بشري حوقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ريپورټر ريچارډ بنت نن پنجشنبه د (غويي په ۲۹مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې يادو ادارو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو خپلواک کمېسيون لغوه کول د طالبانو لويه ماتې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د بشري حقونو د ملاتړ په موخه د شکايتونو ترلاسه کولو او دغه راز د يادو حقونو د څار او لوړونې لپاره يوه کورني خپلواک ميکانېزم ته اړتيا ده.
بنت خبر ورکړی چې په راتلونکي کې به د يادو بنسټونو د لغوه کولو پر سر د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.
اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې له مخې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په شمول، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون، د ملي شورا د دواړو خونو دارالانشا او د ملي پخلاينې عالي شورا له دولتي تشکيلاتو لغوه کړه.