ټاکل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان ميرمنو وضعيت په اړه ځانګړې او بېړنۍ غونډه وکړي.
په دې غونډه کې به د افغان ميرمنو پر وړاندې پر موجوده پرتو ننګونو او ستونزو بحث وشي او د دې ترڅنګ به يادو ستونزو او ننګونو ته د حل لارې چارې هم په ګوته شي.
دا ځانګړې او بېړنۍ ناسته هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د ۵۰مې غوندې په ترڅ کې ترسره کېږي او اجنډا يې يوازې او يوازې د افغان ميرمنو وضعيت ته ځانکړې شوې ده.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د بشري حقونو د يادې عالي شورا له مشرې ميشل باشلې سره د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه غږېدلې وه.
نوموړې پرون بيا د افغان ميرمنو او نجونو د حقونو خونديتوب په موخه د نړيوالو د يوه اصولي دريځ غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونو د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه دا ځانګړې غونډه داسې مهال کوي، چې دا مهال د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر تړل کېدو سربېره ميرمنې له بېلابېلو بنديزونو سره مخ دي.