Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د افغانستان کشالې دري‌نيم ميليونه خلک په کور دننه بې‌ځايه کړي

ملګري ملتونه: د افغانستان کشالې دري‌نيم ميليونه خلک په کور دننه بې‌ځايه کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخه يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د وروستيو کلونو پرمهال روان کړکېچ د دغه هېواد ۳نيم ميليونه وګړي په کور دننه بې ځايه کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وياند بابر بلوچ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) خبريالانو ته ويلي، چې د موندنو له مخې يې ۷ لکه کسان يوازې په روان ۲۰۲۱ زېږديز کال کې له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې ياد بې‌ځايه شوي افغانان له سختې يخنۍ سره مخ دي او ترې د خلاصي په موخه تر هر څه ډېر سرپنا او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري .

بلوچ په افغانستان کې د لوږې وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې په اوس کې ۲۳ ميليونه افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس ۵۵ سلنه کېږي، له سختې لوږې او دغه راز شاوخوا ۹ ميليونه کسان بيا د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د بې ځايه شويو افغانانو او د دوی لوږې په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه په داسې حال کې ده چې دغه سازمان په ورځنۍ توګه ۶۰زره افغنانو ته مرستې رسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...