Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د افغانستان د یوازې پرېښودلو وخت نه دی

ملګري ملتونه: د افغانستان د یوازې پرېښودلو وخت نه دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی مرسیتال رامیز الاکبروف وايي، افغانستان د یوه بشري کړکېچ اوج حالت ته رسېدلی او په اوسني وضعیت کې ”باید لومړیتوب په ممکن حد کې د قحط‍ۍ، ناروغیو خپرېدو او له همدې کبله د مړینې مخنیوی چارو ته ورکړل شي.”

نوموړي د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، مرستندویان باید سملاسي عملي ګامونه واخلي، خپلې مرستندویه ادارې د دې بحران لړ کې د نړۍ په کچه تر ټولو سترو اقداماتو ته چمتو کړي، ځکه په وینا یې د لوږې دې بحران مخنیوي لپاره نژدې ۲۴ میلیونه انسانان څلور اعشاریه ۶۴ میلیاردو ډالرو مالي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي، که څه هم چې د سرپرست حکومت چارواکو ځینې پرېکړې کړې، چې له کبله یې د دې ستونزو هواري لړ کې یې د مرستندویانو پر وړتیا منفي اغېز کړی، خو ”اوس داسې وخت نه دی چې له افغانانو مخ واړوو” ځکه په وینا یې هغوی د ټولو همغږۍ ته اړتیا لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...