Home » افغانستان » ملګري ملتونه: دوو مياشتو کې له ميليون زياتو داخلي بي‌ځايه شوو افغانانو ته رسېدنه شوې

ملګري ملتونه: دوو مياشتو کې له ميليون زياتو داخلي بي‌ځايه شوو افغانانو ته رسېدنه شوې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې يې له يو مېليون څخه ډېرو هغو افغانانو ته رسېدنه کړې، چې د بېلابېلو عواملو له مخې په کور دننه بې ځايه شوي دي.

د افغانستان لپاره د نوموړي صندوق برخې نن چهارشنبه د (غويي په ۷مه) تازه خپل ټوېټر کې ويلي، چې د تېرې فيبروري له پيل تر د اپرېل وروستيو پورې يې له ۱۱۹۲۲۳ تنو کورني بې‌ځايه شوو افغانانو سره همکاري او مرسته کړې ده.

په دې مرستو او همکاريو کې خپلو مېنو ته د يادو کسانو بېرته ستنېدل، ژوند ژغورونکې او روغتيايي مرستې او د نورو اړينو خدمتونو وړاندې کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زياته کړې چې د ياد شمېر کورني بې‌ځايه شوو په ډله کې ۶۰۴۸۸ تنه د زېږون عمر لرونکې ميرمنې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د وروستيو جګړو او وچکالۍ له امله ميليونه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول، چې ډېری يې د نسبي امنيت په راتګ سره بيا هم خپل کور کلي ته نه دي ستانه شوي.

د تېر ژمي پرمهال په کور دننه د بې‌ځايه شوو کورنيو وضعيت، د بل هر وخت په پرتله خورا ناوړه بلل شوی و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...