Home » افغانستان » ملګري ملتونه: جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود افغان ښځې او ماشومان اغيزمن کړي

ملګري ملتونه: جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود افغان ښځې او ماشومان اغيزمن کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي ناورين له امله ښځې او ماشومان سخت اغېزمن شوي دي.

د يونيسف د نړيوالو اړيکو او ملاتړ مشرې پالوما اسکوډيرو پرون يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) په يو لړ ټوېټونو کې لېکلي، چې ياد اقتصادي رکود او بشري ناورين په دې هېواد کې د تېرو لسيزو جګړو او دغه راز د وچکالۍ له امله رامنځته شوی دی.

نوموړې زياته کړې چې په پکتيا کې يې له داسې مېندو سره ليدلي، چې د خپلو خوارځواکو ماشومانو د درملنې په لټه کې دي. ميرمن اسکوډيرو زياته ويلي، دامهال په افغانستان کې ۲۲۱۵ روغتيايي مرکزونه چې ۱.۴ ميليونه ماشومانو لپاره روغتيايي خدمتونه وړاندي کوي، د يونيسف له لوري تمويلېږي.

د نوموړې په خبره يونيسف به په افغانستان کې موجوده شرايطو ته په پام سره د ماشومانو د روغتيا او درملنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اقتصادي رکود او بشري ناورين له امله شاوخوا ۲ ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او په دې وروستيو کې د خوارځواکۍ له امله لسګونه ماشومانو ژوند هم بايللی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...