ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله د لوږې کچې پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې په تېره ميلادي مياشت کې اکثره افغانانو کافي ډوډۍ نه لرله.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا په يوه بيان کې چې پرون جمعه د (غويي په ۱۶مه) يې په خپل ټوېټر کې خپور کړی ويلي، چې په تېر مارچ کې په سلو کې يوازې اووه سلنه عامو افغانانو، کافي خواړه درلودل او پاتې اکثره هغه يې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وو.
دې ادارې زياته کړې، چې په افغانستان کې له لوږې سره د لاس او ګرېوان خلکو شمېر زښت زيا ت دی.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې په اړه خپلو خپرو کړو راپورونو کې ويلي، په افغانستان کې له ۲۴ ميليونه زيات کسان چې د ټول نفوس نيمايي برخه کېږي، له لوږې سره مخ دي.