Home » افغانستان » ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي

ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوې پراخې لوږې ته په پام سره ښايي، تر راتلونکي کال پورې ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له شديد بحران سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوټريش د وياند مرستيال فرحان حق پرون جمعه د (لړم په ۱۴مه) ويلي، په افغانستان کې بشري ناورين ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی او په خبره يې دغه هېواد کې له ۱۱ ميليونه افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۰۶ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده چې دوی د يادې بوديجې دامهال يوازې ۵۴ سلنه پيسې لري.

حق دغه راز په افغانستان کې د بې ځايه شويو افغانانو په اړه چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د هوا په يخېدو سره دا خلک له جدي ستونزو سره مخ کېدونکي دي.

د نړيوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د جګړې او تاوتريخوالي له امله ۲۷۰زره افغانان په کور دننه بې ځايه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...