Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: اېتوپيا کې لوږې ۳۰زره ماشومان له مرګ سره مخ کړې
رويداد خبري اژانس
د اېتوپيا هېواد ماشومان

ملګري ملتونه: اېتوپيا کې لوږې ۳۰زره ماشومان له مرګ سره مخ کړې

ملګرو ملتونو د اېتوپيا شمال په ټيګري ولايت کې قحطۍ او لوږې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، د دغه سازمان موندنې ښيي چې په ټيګري کې ۳۰زره ماشومان له شديدې لوږې سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صدوق وياند جېمز اېلډر پرون د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۲۱مه نېټه) ويلي، د رامنځته شوې شديدې لوږې له امله د ياد شمېر ماشومان ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

که څه هم ټیګري ته د مرستو رسېدو راپورونه ورکړل شوي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق وياند خبردارئ ورکوي چې يادې سيمې ته بايد په ګډه بشري مرستې ورسول شي، څو په خبره يې د احتمالي رامنځته کېدونکي ناورين مخنيوی وشي.

له دې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو د يوه راپور په خپرولو سره داسې اټکل کړې و چې ښايي د راتلونکي جولای او سيپټمبر تر مياشتو په ټيګري تر ۴۰۰زرو خلک له سختې لوږې سره مخ شي.

دا ناورين وروسته تر هغې رامنځته شوی چې د اېتوپيا ځواکونو په ټيګري چې د بېلتون‌پالو پر وړاندې عمليات پيل کړي او لا هم دوام لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...