Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغان سوداګرې له ډېرو ستونزو سره مخ دي

ملګري ملتونه: افغان سوداګرې له ډېرو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) پرون چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سوداګرې له پراخو خنډونو او لوړو سوداګریزو لګښتونو سره مخ دي.

دا راپور تازه په تېرو دریو کلونو کې له شاوخوا ۳ زره ۳۰۰ ښځینه متشبثینو سره د مرکو، بحثونو او کمیټې د سروې پر بنسټ چمتو شوی دی.

د دې سازمان د راپور له مخې، له ۷۳ سلنه ښځو په مرکه کې ویلي چې له محرم پرته نه شي کولای سیمه‌ییزو بازارونو ته سفر وکړي او دې امر دوی له ستونزو سره مخ کړې دي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد وایي چې په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته او هغوی کولای شي ازادانه خپل فعالیتونه ترسره کړي.

هغه رویداد خبرې اژانس ته ویلي، “افغان سوداګرې له هېڅ ډول خنډ سره مخ نه دي، خو د سفر پر مهال د محرم شتون د اسلام له اصولو څخه دی او موږ هم د اسلامي اصولو سره سمه رویه کوو او ښځینه د اړتیا پر مهال باید له خپل محرم سره سفر وکړي.”

دا په داسي حال کې ده چې د زده‌کړو او کار په برخو کې له بندیزونو وروسته ډېری ښځو سوداګرۍ ته مخه کړې او سوداګري د دوی لپاره د عاید ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...