ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دغلته نجونې د زدهکړو لپاره په بېسارې توګه لېواله دي.
د دې سازمان د کډوالو عالي کېمشنرۍ د بهرنيو اړيکو مسووله ډومينيک ازابل هيډ چې دامهال افغانستان ته په سفر ده وايي، په افغانستان کې له زدهکوونکو نجونو سره د ليدنو له لارې ورته مالومه شوې، چې نجونې زدهکړو ته کلک هوډ او سخته لېوالتيا لري.
نوموړې نن پنجشنبه د (لړم په ۱۲مه) په يو لړ ټوېټونو کې ويلي، چې د نجون پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې زدهکړو ته د کډوالو ماشومانو او په ځانکړې توګه د نجونو لاسرسی د ملګرو ملتونون د کډوالو عالي کمېشنرۍ په لومړيتوب کې ځای لري.
ازابل هيډ وايي، د افغان نجونو پر زدهکړو او له کډوالۍ بېرته افغانستان ته ستنو شوو ښځو ته د نويو مهارتونو پر ورښودلو پانګونه خورا حياتي ده او زياتوي چې په دې توګه به يادې ميرمنې وکولی شي، چې له لسيزو کډوالۍ وروسته د خپل ژوند جوړولو لپاره کار وکړي.
نوموړي ټينګار کړی، هر هغه ځای چې کې افغانان د خونديتوب او سرپنا په لټه کې دي، بايد ورته د زدهکړو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پانګونه وشي.