Home » افغانستان » ملګري ملتونه: ‘افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارکوونکیو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي’

ملګري ملتونه: ‘افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارکوونکیو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي’

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، که له دې کاره لاس وانخیستل شي، دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي.

بله خوا، یوناما په دې پیغام کې ویلي، له دې کبله ”سخت اندېښمن ” دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر وايي، پر طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي او خپلې هغه مرستندویه چارې روانې وساتي چې د ژوند ژغورلو لامل کېږي.

بل لور رویټرز خبري اژانس په ملګرو ملتونو سازمان کې د سرچینو له قوله ویلي، یاد سازمان له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي چې د امنیتي دلايلو له کبله تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې خپلو کاري دفترونو ته له تلو ډډه وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...