Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغانان په اوسني عصر کې خورا بد بشري وضعيت تجربه کوي

ملګري ملتونه: افغانان په اوسني عصر کې خورا بد بشري وضعيت تجربه کوي

ملګرو ملتونو په متواتره توګه په افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او په دې اړه په تازه اقدام کې، د دې سازمان د بشري حقونو شورا کمېشنرې ميشل باشلې ويلي، چې دامهال افغانستان په خورا بدترين بشري وضعيت کې قرار لري.

نوموړې پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۶مه) د يادې شورا ۵۰مې غونډې ته ويلي، چې افغانستان ته يې په تېر مارچ کې سفر او هلته يې پر طالب چارواکو سربېره د دې هېواد له خبريالانو، ډاکټرانو، غير حکومتي موسسو کارکوونکو، مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره ليدلي او ورسره يې د جنسيت د برابرۍ په اړه خبرې کړي دي.

باشلې زياته کړې چې د ناستو او ارزونو په ترڅ کې ورته جوته شوې، چې افغانان د اوسني نسل په تر ټولو يوه بدترين وضعيت کې واقيع دي.

نوموړې د خبرو په دوام سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پر تړل کېدو هم تم شوې او ويلي يې دي، چې په دې ترڅ کې ۱.۱ ميليون نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.

پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو د زده‌کړو دوام په تړاو د ديني عالمان له دريځ په ملاتړ سره، له اوسني سرپرست حکومت وغوښتل چې د خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي دې ژر پرانېزي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...