ملګري ملتونو په افغانستان کې د بدلیدونکي اقلیم د ویجاړونکو اغیزو مخنیوي لپاره د بیړنيو ډله ییزو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې دغه هېواد د اقلیمي اغیزو پر وړاندې خورا لږ چمتووالی لري.
د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما نن يکشنبه د (لړم په ۱۵مه) يوه بيان کې ويلی، چې دامهال افغانستان د اقلیم اړوند ګواښونو له امله د نړۍ په کچه شپږم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
د يوناما په خبره، افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی. دې بنسټ ويلي، دغه شته ګواښونه پر کرنیز معیشت د افغانانو له ډیرې اتکا، د افغانستان له ضعیف ایکوسیستم، جدي چاپیریالي تخریب، کمزوري ټولنیز- اقتصادي پرمختګ او له څلورو لسیزو د زیاتو جګړو له اغیزو سره یو ځای د اقلیم له اړخه د سختې زیانمننې بستر غوړولی دی.
يوناما زياته کړې، چې د افغانستان په ډیرو برخو کې وچکالي معمول ګرځیدلې او پرلپسې شدید ورښتونه د سیلابونو او د ځمکې ښویدنې لامل شويدي. د يوناما له لوري په دې اړه خپاره شوې بيان کې ويل شوي، دې مسلې نه یوازې دا چې د افغانانو ژوند سخت کړی، بلکې د اقتصادي پرمختیا او د خوړو خوندیتوب یې هم سخت اغیزمن کړی او د مهاجرت لامل شوی.
په بيان کې د افغانستان لپاره د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف له قوله ويل شوي، چې د يادو اقلیمي ننګونو تر ټولو ډیر زیان عامو افغانانو ته رسیږي.
نوموړي زياته کړې، دا خورا بوږنونکې ده، چې د چاپیریالي ناورینونو ډیر اغیز په تر ټولو ډیرو زیان منونکو افغانانو پریوځي. د الاکبروف په خبره:
په داسې حال کې چې موږ په دوامداره توګه د لنډ مهاله بحرانونو په اداره بوخت یو او د تطبیق لپاره د کافي تمویل په نشتوالي کې اوږدمهاله انعطاف او تطابق رامینځته کول په زیاتیدونکي توګه ننګونه ده.
يوناما وايي، افغانستان لا دمخه د څو کلنې وچکالۍ شاهد دی چې په کلیوالي سیمو کې یې خلک اغېزمن کړي او د روان کال په لومړیو کې سخت سیلابونه د هغه څه یو تصویر و چې احتمال یې و.
د يوناما په خبره، په افغانستان کې د چاپیریال د انعطاف او د اقلیم د تطابق پر وړاندې ننګونې ډیرې او بیلابیلې دي، چې سیاسي او د حکومتولۍ مسایل او همدا ډول د مالي سرچینو شتون لا پیچلې کړې دي.
الاکبروف په دې اړه وايي:
د جنګونو، کړکیچونو او په بیلابیل فکر روانې نړۍ – او په افغانستان کې د جګړو په پایله کې، ټول باید د اقلیم بیړني حالت ته د حل لارې دموندلو لپاره سره یوځای شي. زه په افغانستان کې اوسنۍ اداره هڅوم چې د اقلیم د بدلون او د چاپیریال د تخریب ګواښ ته جدي پام وکړي.
نوموړي وايي، ټولې خواوې دې ګډه زمینه او ګډ لامل پیدا او د یوه باثباته راتلونکي افغانستان لپاره دې کار وکړي. هغه ټينګار کړی، باید دا هم روښانه شي چې دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې ځانګړې نه بلکې دا یوه لویه سیمه ییزه مسله ده.