Home » افغانستان » ملګري ملتونه:د جګړې دواړه خواوې دې ملکي خوندیتوب ته ډېر پام وکړي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه:د جګړې دواړه خواوې دې ملکي خوندیتوب ته ډېر پام وکړي

ملګري ملتونه یا یوناما وايي، د افغانستان د جګړې دواړه خواوې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته ډېر پام وکړي کنه ناورین به رامنځته شي.

یوناما نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ویلي، د طالبانو ځمکنۍ جګړې او د افغان ځواکونو هوایي عملیات د ډېر زیان لامل کېږي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، یوازې تېرو درېیو ورځو کې د هلمند په لښکرګاه او کندهار ښارونو کې ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او شااوخوا ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه سازمان په وینا زرګونه کسان له دې جګړو بې ځایه شوي او ګڼ نور په وېره کې ژوند کوي.

هرات، کندهار، هلمند، تخار او جوزجان هغه ولایتونه دي چې تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله الو طالبانو ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ترې خپریږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...