ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ایراني چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون تېره شپه په ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې د دوو نورو مظاهره چیانو محمد قبادلو او محمد بروغاني د ژر پېښېدونکي اعدام د خبر په اړه سخت اندېښمن دی.
د دغه سازمان په ټویټ کې له ایراني چارواکو غوښتل شوي چې سمدستي ټول اعدامونه ودروي.
د ایران دولتي رسنیو بیا د قضایه قوې په حواله خبر ورکړی، چې د دغو دوو کسانو د اعدام حکم په اجنډا کې نه دی.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم د ایراني چارواکو له خوا د دې اوونۍ په شنبې ورځ باندې د دوو معترضو بندیانو محمد مهدي کرمي او محمد حسیني اعدام یو وحشتناک عمل وباله او ویې ویل چې د ایران رژیم د اعدام سزا د جبر د وسیلې په توګه کاروي.