د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر په خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ.
یوه ورځ مخکې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوول وحیدالله اماني رسنیو ته وویل، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لرې پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
د اماني په وینا، پنځلس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري.