یوناما په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازې په توګه د ښکلا ځدران د ټاکل کېدو له کبله مبارکي ویلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي: “ملګري ملتونه تمه لري چې په راروان مهم وخت کې د افغان ځوانانو غږ لا په رسا ډول واورېدل شي.”
ملګرو ملتونو ته د افغان ځوانانو د استازي د ټاکلو لپاره د سیالۍ وروستی پړاو پرون په کابل کې وشو چې په نتیجه کې یې ښکلا ځدراڼ دغه مقام ته وټاکل شوه.
د ځوانانو استازې به د یوه کال لپاره، په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازیتوب کوي.
تر دې مخکې عایشې خرم پر دې څوکۍ کار کاوه.