Home » افغانستان » ملګرو ملتونو کې افغانستان د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک ته د لوېديځ په پلوۍ رايه کاروي

ملګرو ملتونو کې افغانستان د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک ته د لوېديځ په پلوۍ رايه کاروي

فرانس پرېس خبري اژانس د ځينو سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان به د ملګرو ملتونو عمومي مجع هغه پرېکړه‌ليک ته مثبته رايه ورکړي، چې په کې پر اوکراين د روسيې بريد غندل شوی دی.

د راپور له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ترڅنګ د ميانمار استازی هم غواړي چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع دې پرېکړه‌ليک ته مثبته رايه وکاروي.

پرانس پرېس اژانس چې د ياد پرېکړه‌ليک يوې کاپۍ ته يې لاسرسی پيدا کړی ويلي، په دې پرېکړه ليک پر اوکراين د برېد ترڅنګ د روسيې هستوي ځواکونو ته د تيارسئ امر هم غندل شوی دی او له روسيې غوښتل شوي چې له اوکراين څخه خپلو ځواکونو په ايستلو سره، د دې هېواد خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

په راپور کې ويل شوي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او ميانمار استازي داسې مهال د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک ته مثبته رايه کاروي، چې د اوسنيو واکمنانو استازولي نه کوي او د يادو هېوادونو د پرځول شوو حکومتونو استازي دي.

له دې وړاندې اسلامي امارت د اوکراين او روسيې په قضيه کې خپله بې طرفي په ډاګه کړې او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه دې د تاوتريخوالي پر ځای د خبرو له لارې د ستونزې غوټه په ګوتو خلاصه کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...