د ډایکنډي او غور ترمنځ پر ملکیانو د وسلهوالو د برید له امله د ۱۴ کسانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او یو شمېر ډیپلوماټیکو نهادونو دا برید غندلی او همدازار یوې ډلې لاریون کوونکو ښځو په افغانستان کې «د هزاره نسل وژنې د بندولو» غوښتنه کړې ده.
د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ډایکنډي او غور په منځ کې د وسلوالو د برید له امله د ډایکنډي ۱۴ اوسېدونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
یوناما د یادې پېښې د غندلو سربېره د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غم شریکي وکړه.
یوناما زیاته کړې ده: “موږ د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره غم شریکي وکړه او د دې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره د څېړنو غوښتونکو یوو.”
د ډایکنډي او غور په منځ کې د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.