د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې ښایي په پاپوا نیو ګینه کې د ځمکې ښویېدو له امله تر ۶۷۰ ډېر کسان وژل شوي وي.
د رویټرز د راپور له مخې، دې ادارې ویلي چې تر اوسه یوازې پنځه جسدونه له خاورو را اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې چارواکو ویلي چې د پاپوا نیو ګیني د «انګا» ولایت د «یامبالي» کلي د سیمه ییزو چارواکو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس یې د مړو د شمېر اټکل کړی دی.
ځايي چارواکو دې ادارې ته ویلي، چې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
دا پېښه تېره جمعه د پاپوا نیو ګینه د انګا ولایت په یامبالي کلي کې وشوه او د لټون او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې د مشر په وينا، له دې پېښې وروسته د نږدو کليو د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او د خپلو خپلوانو او ملګرو په کورونو کې يې پناه اخیستې ده.
د هغه په وینا چې یو زر ۲۵۰ کسان هم بې ځایه شوي دي.
د پاپوا نیو ګیني لومړي وزیر، جیمز ماراپ ویلي چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې چارواکي د دفاعي ځواک سره یوځای د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.